عاجل خبرونه

وسلوالو طالبانو د پکتيا ولايت پر لجې منګل ولسوالۍ بريد کړی

(Last Updated On: اګست 5, 2018)

د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، وسلوالو مخالفانو تېره شپه پر لجي منګل ولسوالۍ زوروره جګړه پیل کړه، چې د امنيتي سرتېرو يوې پوستې هم په کې سقوط کړی دی.

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه( د زمري ۱۳) د پکتيا ولايت د لجې منګل ولسوالۍ پر مقام بريد کړی دی.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی زیاتوي؛ تېره شپه په لجې منګل ولسوالۍ کې  جګړه شوې، چې په کې ۲۳ وسلوال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دغه راز په دې نښته کې دوه افغان سرتېري او دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

مل پاسوال مندوزي زیاته کړې، چې سيمې ته يې له مرکز ګردیز څخه د ځانګړې قطعې ځواکونه لېږلي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۲) دوه ځانمرګو بریدګرو د ګردیز ښار په صاحب الزمان جومات کې دوه غبرګې چاودنې وکړې، چې سلکونه لمونځ کوونکیو ته په کې مرګ و ژوبله واوښته او د پېښې پړه هم داعش پر غاړه اخیستې ده.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …