عاجل خبرونه

وسلوالو طالبانو د غور پوهنتون څلور زدکوونکي تښتولي

(Last Updated On: July 23, 2018)

وسلوالو طالبانو د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د یو دریور، یو داکتر، درې نجونو او یو هلک په ګډون شپږ کسان تښتولي دي.  

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې دغه کسان هغه مهال د دولتیار ولسوالۍ له دشت کورک له اړوند سیمې وتښتول شول، چې لعل و جنګل ولسوالۍ ته پر لاره ول.

د نوموړي د وینا له مخې؛ تر دې دمه د دریور او داکتر تښتول څرګند شوي؛ خو تر دې دمه روښانه نده، چې پاتې نور تښتول شوي کسان څوک دي.  

د غور ولایتي شورا یو غړی وایي، چې تر لاسه شوي ګزارشونه ښي، چې د غور پوهنتون څلور زدکوونکي له آزموینو وروسته د لعل و جنګل ولسوالۍ پر لوري روان ول، چې وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي دي.

تر دې دمه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ټاکنو کمیسیون اداري او تخنیکي چارې پڅې روانې دی- ټاکنڅاري بنسټونه

(Last Updated On: September 20, 2019)ټاکنڅارو بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو لپاره یوه اوونۍ پاتې …