عاجل خبرونه

وسلوالو په غزني کې د جغتو ولسوالۍ وداني سوځولې

(Last Updated On: July 7, 2018)

د غزني ولایتي شورا غړي وایي، وسلوالو تېره شپه پر جغتو ولسوالۍ ډله ییز برید کړی؛ ودانۍ ته یی اور اچولی، وسلې او تهیجزات یی ترې وړي دي.

د غزني ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیري ویلي: په برید کې تلفات نشته؛ ځکه، چې د ولسوالۍ درې ساتونکي نږدې کلیو ته تښتیدلي دي.

سیمه ییز چارواکي هم تائیدوي، چې وسلوالو پر ولسوالۍ برید کړی؛ خو د هغه د سوځولو پخلی یې نه کوي.

دغه راز وسلوالو د غزني په زنه خان او واغظ ولسوالیو کې هم پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د غزنی والي ویاند محمد عارف رحماني وايي، په دې نښتو کې درې سرتېریو ژوند له لاسه ورکړی. هغه زیاته کړې، چې په برید کې شپږ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په زنه خان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان محمد ظریف هم په وژل شویو کسانو کې شته دی.  

About Ariana News

Check Also

ملي شورا به په راروانه اوونۍ کې پرانستل شي

(Last Updated On: April 23, 2019) ټاکنڅارې ډلې او کارپوهان وایي؛ تر هغې، چې د پاتې …