عاجل خبرونه

وسلوالو طالبانو په هلمند کې د اسیرو سرتېرو ویدیو خپره کړې

(Last Updated On: October 14, 2016)

vlcsnap-2016-10-14-15h04m53s171

په هلمند کې وسلوالو طالبانو داسې يوه ویديو خپره كړې، چې اسیر دولتي سرتيري په كې ښكاري.

دغه لسګونه سرتېري د یو ښوونځي په يوه ټولګي کې ليدل کيږي، چې وسلوال طالبان ترې د ځينوقوماندانو په اړه پوښتنې کوي.

وسلوال طالبان ادعا كوي، چې دا سرتېري د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجيراو لښکرګاه ترمنځ سيمو کې د  کمينونو پرمهال نيول شوي دي.

 د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخندزاده هم وايي؛ د دې سرتېرو شمېر شاوخوا ۳ سوه کسانوته رسيده، چې د تېرې سې شنبې په شپه لښکرګاه ښارته په لاره  د وسلوالو طالبانو له کمینونوسره مخ شوي؛ ۱۰۰ سرتيري وژل شوي، د ۱۵۰ په شاوخواکې يې اسيرشوي او یو شمير کسان لښکرګاه ښارته رسيدلي دي.

د هلمند ولايتي شورا مرستيال وايي، دا سرتېري، چې شمېر يې تر درې سوه پورې رسيږي د چاه انجير او لښكرګاه ښار ترمنځ سيمه كې نيول شوي دي.

هغه زیاتوي؛ د دې محاصرې او کمينونو په اړه په وخت مسوولينو ته خبر ورکړ شوی و؛ خو پخپل وخت اجرات ونه شول، چې له کبله يې دا فاجعه رامنځته شوه.

په هلمند  کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزی وايي، په دې کمينونو کې سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو په هغه کچه نه ده لکه ځينې سرچينې يې، چې يادونه کوي.

هغه زياتوي، پخپل وخت د سرتېرو د ژغورنې لپاره اقدامات شوي او له محاصرې يې ژغورلي دي.

هغه په ډاګه کړې، چې په دې پيښه کې د دوی هیڅ سرتیری نه دى اسير شوى او وسلوال طالبان ښايي د تبليغاتو لپاره ځينې پخوانی ويډيوګانې اوتصويرونه خپاره کړي وي.

هلمند په دې وروستيو کې د درندو جګړو شاهد دی، چې په کې دواړو لوريو ته درندې مرګ و ژوبلې اوښتې هم دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اسلامي امارت به په افغانستان کې د جمهوري نظام ځای ناستی نشي

(Last Updated On: August 23, 2019)د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني، چې د …