عاجل خبرونه

وسلوالو طالبانو تيره شپه د هلمند ولایت سنگین ولسوالي ونیوله

(Last Updated On: دسمبر 21, 2015)

vlcsnap-2015-12-21-09h46m44s203د هلمند دسنگین ولسوالۍ په پوځي اډه کې څه نا څه ۴۰۰ امنیتي پولیس د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

په مشرانو جرگه کې د هلمند د خلکو ستازی هاشم الکوزی پېښه تائیدوي او وایي؛ طالبانو دې ولسوالۍ ته غزیدلې ټولې لارې تړلې دي.

ځینې گزارشونه وایي، چي د امنیتي پولیسو د پوځي اډې په شاوخوا کې اوس هم جگړه روانه ده.

د هلمند والي مرستیال محمد جان رسول یار په خپل فیسبوک کې د ولسمشر په نوم یو لیک هم خپورکړی، چې په کې له دوه ورځو راهسیې په روانه جگړه کې د ۹۰ سرتېرو له وژل کیدو خبر ورکوي.

نوموړي دغه راز گواښ کړی، چې دا ولسوالي د سقوط له خطر سره مخ ده.

ویل کیږي، چې محاصره شویو پولیسو له تېرو دوه اوونیو څخه د مرستندویو ځواکونو غوښتنه کړې وه.

هلمند د افغانستان په جنوب کې یو ناامنه ولایت دی، چې بېلابېلې سیمې یې د وسلوالو طالبانواو دولت په جگړو کې لاس په لاس کیږي.

ویل کیږي، چې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د امریکا او برتانیا څلور پوځي ډلې ځای په ځای شوې هم دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …