عاجل خبرونه

وسله والوطالبانود هلمند په شمالي سيمو كې د خلكو په جلبولو لاس پورې كړى

(Last Updated On: August 17, 2014)

Helmand

په دې هلمند ولايت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردوچارواکي وايي، چې وسله والوطالبانو د دې ولایت په شمالي سیمو کې له سختې ماتې وروسته د خلکو په جلبولو لاس پورې كړى اود سيمې ځوانان په زوراړباسي، چې له دولتي ځواكونوسره جگړه وكړي.

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردومرستيال جنرال غلام فاروق پرواني وايي:

وسله والوطالبانوپه سنگين اودرې نوروشمالي ولسواليوكې له سختې ماتې سره مخ شوي دي.

هغه زیاتوي، په دې جگړه كې طالبان د خپلې ماتې د غچ اخيستنې او خپلو ليكو د پياوړتيا په موخه په زور خلك اړباسي، چې له دولتي ځواكونو سره د جگړې ليكو ته ورننوځي.

نوموړي په ډاگه کړه، چې وسله والومخالفينود يومليون امريكايي دالروپه ارزښت وسلې اومهمات سنگين ته راوړي ول اود جگړې مشري د پنجابيانوپه لاس كې وه، چې په دې لړكې د همدې مشرانولخوا هغه ۲۷ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي، چې په جگړه كې په شا شوي ول.

د پرواني په خبره، د سنگين جگړه؛ ځكه اوږده شوه، چې له يوې خوا وسله والوپرله پسې بريدونه كول اوله بلې يې خوايې زرگونه كړۍ ماينونه ځاى په ځاى كړي دي.

نوموړی د امنيتي ځواكونوترمنځ د همغږۍ نشتوالى ردوي اووايي، چې اوس هم په سنگين كې ټول امنيتي ځواكونه په بشپړې وړتیا چاڼيزعمليات پرمخ بيايي، چې تردې مهاله د بهرنيوځواكونومرستې ته اړتيا نه ده پيدا شوې اوټول عمليات د افغان گډوځواكونولخوا پرمخ بيول شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …