عاجل خبرونه

وروستيو اورښتونو د کابل- کندهار لويه لار ورانه کړى

(Last Updated On: مارچ 17, 2016)

vlcsnap-2016-03-17-12h09m32s77د زابل امنيه قوماندان او سرپرست والي وايي؛ په تېره اوونۍ کي د سختو بارانونو له کبله سيلابونه راغلي، چي د کابل- کندهار دلويي لارې ډېرې برخې يې ورانې کړي دي.

د زابل امنیه قومندان او سرپرست والي جنرال میرویس نورزی  وایي؛  دولايت په کچه دومره امکانات نه شته، چي دغه لار ورغول شي نو بايد مرکز په دي اړه اقدام وکړي .

د هغه په وینا؛ د دې سرک ځينې سيمې پرشخصي لګښت رغول شوي او لار د مسافرو پرمخ خلاصه ده، خو د اساسي رغولو له پاره يي بايد د فواعد عامي وزارت کار وکړي .

د شهر صفا ولسوال ملک علی محمد وايي، چي په تېرو مياشتو کې څو ځله مرکز ته د دې لارې له ګواښونو خبر ورکړ شوی؛ خو هغوی هيڅ هم ورسره ندي کړي.

دا په داسي حال کي ده، چي په دى وروستيو کي د زابل تر څنګ په نور ولايتونو کي هم سيلابونه راغلي؛ خو د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې مسوولين د لږ امکاناتو له کبله نشي کولى، چي له خلکو سره پخپل وخت مرسته وکړي.

خبریال: بريالي رحيمي

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …