عاجل خبرونه

هېواد مو له ریللیکې سره تړل شوی؛ خو معیاري بندرونه نلرو- عطایي

(Last Updated On: فبروري 24, 2017)

vlcsnap-2017-02-24-19h10m02s126

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هېواد مو له ریلکرښې سره تړل شوی؛  خو  بندرونه مو معیاري نه دې جوړشوي او سوداګر د خپلومالونو په تخلیه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې له کبله مو سوداګرنه شي کولی  د مرکزي آسیا له یادو هېوادونو سره سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي..

 دوۍ وايي، د افغانستان د ریل د لیږد لپاره تمځي هم ځانګړي شوي نه دي.

د سوداګرۍ خوني مرستیال شفیق الله عطايي وایي مونږه باید د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره دوه اړ خیزه او څلور اړخیزه سوداګریزې او ترانزیتي هوکړې تر سره کړو، په کور دننه باید د ریلتمځيو ظرفیتو نه لوړشي، چې لیږد رالیږد مو  پراخ شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت بیا دا ټولې ستونزي مني او وايي، چې د حل لپاره يي لازم تدابیرنیول شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محمد قربان حقجو وایي، مونږه د هوکړه لیکونو  لپاره پوره  چمتو والي لرو او ژر به د منځۍ آسیا له هېوادونو سره لاسلیک شي او د ریل د خپلواکې ادارې سره مو هم  خبرې پیل کړي، چې د افغانستان بارکوډ مشخص او خپور يې کړي.

د اقتصادي چاروکارپوهان وايي، مخکې له دې، چې هېواد مو له ریللیکې سره نښلول شوی اوي حکومت باید تمځیو ته ظرفیتونه لوړ کړي او د صادراتو او تجارت د پراختیا لپاره يي باید کارو نه کړي وای.

دوی  په دولتي اقتصادي سکتورونو کې د ظرفیت نشتون د ټولو ستونزو اصلي عومل بولي او د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …