عاجل خبرونه

هیڅوک د خلکو په وړاندې د امنیتي ځواکونو د کارولو واک نه لري- اشرف غني

(Last Updated On: جنوري 9, 2018)

افغان ولسمشر وایي، هیڅوک د افغانستان د خلکو پر ضد د امنیتي ځواکونو د کارولو واک نه لري؛ دغه ځواکونه به د هغو پر خلاف ودریږي، چې د ملي ګټو او اساسي قانون پر وړاندې دریدلي دي.

وروسته له هغې، چې د کندهار د پولیسو قومندان، په شمال کې د عامه امن او نظم رییس او د بلخ د پولیسو د امنیت آمر د حکومتي لانجو پر دلیل د مرکزي حکومت د امر د نه  منلو ګواښ وکړ؛ ولسمشراشرف غني پر بشپړ ټینګار څرګنده کړه، چې امنیتي ځواکونه به د هغو کسانو په وړاندې ودریږي څوک، چې د ملي ګټو په وړاندې دریدلي دي.

ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي ۱۹) د پولیس اکادمۍ د محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی و او د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې د ملي شورا غړیو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت په چارو کې دې له لاس وهنې ډډه وکړي.

هغه دغه راز زیاته کړه؛ نن ، ځکه دلته راغلی یم، چې هر پولیس ته د هېواد ناموس وسپارم.

ولسمشر غني د افغان ځواکونو سرښندنې ستایي او مني، چې اوس هم امنیتي ځواکونه سمونونو ته اړتیا لري؛ ځکه دغه ځواکونه په میاشتو میاشتو اوبه او ډوډۍ نه لري.

تل نیوکې کیږي چې په حکومت کې قومي چلند روان دی؛ خو ولسمشر ورته په خپلو خبرو کې ان یوه نغوته(اشاره) هم نه کوي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احد برمک وایي، چې د پولیسو په لیکو کې به سمونونه پیل شي.

په داسې حال کې، چې ولسمشر کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی و او تل امنیتي ځواکونو د جګړې په لومړیو کرښو کې د تجهیزاتو او خوړو له کمي او ان نشتوالي شکایت کړی و؛ خو تر اوسه د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره کار نه دی شوی.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …