عاجل خبرونه

هیڅوک او هیڅ بنسټ د رسنیو د محدودولوحق نلري

(Last Updated On: اپریل 30, 2017)

Capture

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال د رسنیو په اړه د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې وویل؛ هیڅوک او هیڅ بنسټ حق نلري، چې د رسنیو کارونه محدود کړي.

که څه هم رسنیو په تېرو کلونو کې سخت مزل کړی او له ډېرو قربانیو وروسته اوسني حالت ته رسیدلي؛ خو اوس هم رسنۍ د یو شمېر کسانو پر مزاج برابرې نه ښکاري.

ګلبدین حکمتیار، چې تازه په خلکو کې راڅرګند شوی، پر یو شمېر رسنیو یې تندې نیوکې وکړي.

نوموړي ځينې رسنۍ شراچوونکې وبللې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال  محمد فاضل سانچاراکي وايي، چې د بیان د آزادۍ په وړاندې له بد بینۍ ډکې څرګندونې دغه بهیر ته هیڅ زیان نه اړوي.

د ګلبدین حکمتیار دغه څرګندنې د خبریالانو خوندیتوب کمیتې رییس نجیب شریفي غبرګون هم را پارولی دی.

نوموړی ټينګار کوي، چې رسنیو ته سپکاوی دوی ته د منلو نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې رسنۍ په کور د ننه هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ اطلاعاتو ته نه لاسرسی، له خبریالانو سره ناوړه چلند او ګواښونه هغه موارد دي، چې د رسنیو چارې یې ټکنۍ کړي دي.

خبریاله : الاهه عمري

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …