عاجل خبرونه

هډه وال: د ډالر په وړاندې به د افغانۍ ارزښت بیرته لوړ شي

(Last Updated On: May 25, 2015 6:41 pm)

vlcsnap-2015-05-25-18h39m11s114

د افغانستان بانک مسولین وايي دډالرو په وړاندي به افغانۍ بیرته خپل ارزښت لوړ کړي.

د افغانستان بانک مرستیالخان افضل هډه وال په وینا دافغانۍ اوسنۍ حالت به دوامداره نه وي او زیاتوي چې ډالر په نړیوال بازار کې لوړشوی دی.

هډه وال وايي چې د افغانیو دارزښت د را لویدو په اړه هر ډول اندیښنه بې ځایه بولي.

هډه وال وايي په یونا څاپې ډول د ډالروقیمت په نړۍ واله کچه لوړشوی چې په افغانیو هم بې اغیزې نه وه.

دافغانستان بانک مسولینو وینا دغه لوړیدنه موقتي وه او ډیر ژر به افغانۍ حپل پخوانی ارزښت ترلاسه کړي . د افغانستان بانک د مسولینو وایی چی منظم پولی سیاست لری.

روستیو،مالي، امنیتی، او له هیواد د بهر نیو ځواکونو وتل او نورو برخو ستونزو تر یوه بریده دافغانۍ په ارزښت منفي تاثیر کړی.

د هډوال په وینا د افغانی د ارزښت د ساتلو لپاره پوره مالي امکانات شته او که هر څومره پیسو ته اړتیاوی، نوهغومره دافغانستان بانک په اختیارکي شته تر څو د بهرنیو اسعارو په وړاندی دافغانی ارزښت وساتی.

ښاغلی هډه وال غوښتنه کوي او وایي؛ هغه کسان چې په اقتصادي موضوعاتو نه پوهیږی، په تلویزونونو کی خبري ونکړي.

د افغانستان بانک دا څر ګندونی په داسې حال کې کوی چی دوه ورځي وړاندی افغانی په یوه ډالر تبادله کیدی”خو اوس بیرته یو ډالر په ۵۹ افغانیو تبادله کیږی.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …