عاجل خبرونه

هوایي ځواکونو په بلخ ولایت کې ۱۸ وسلوال طالبان وژلي

(Last Updated On: January 17, 2019)

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې په ولید ۳۴  عملیاتو کې د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ ۱۸ وسلوال طالبان د امنیتي ځواکونو پر بمبارد وژل شوي دي.

دغه هوایي بریدونه په داسې حال کې تر سره شوي، چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په ګډون د چاربولک او شولګرې ولسوالیو خلکو هم  د شپې لخوا د وسلوالو مخالفانو له شتون اندېښنه ښودلې ده.

دوی ویلي، چې په اړوند ولسوالیو کې د جنایي جرمونو تر څنګ ناامنۍ هم پراخې شوې دي.

ویل کیږي، چې نه یوازې په ولسوالیو کې ناامنۍ مخ پر ډېریدو دي، بلکې د مزارشریف په ښاري سیمو کې هم خلک د وسلوالو مخالفانو له ګواښونو اندېښنې ښیي.  

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د هوایي بریدونو او اړوند ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیول شوی

(Last Updated On: June 18, 2019)د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي …