عاجل خبرونه

هوايي برید په سوریې  کې ګڼ کسان ووژل

(Last Updated On: November 14, 2017 8:07 pm)

په سوریه کې په تازه هوايي حمله کې د کوچنیانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي دي.

 په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز یې په لندن کې دی و وېل؛ خو له ډېرو  جزئیات ‌يې ډډه کړې.

دا نه‌ ده څرګنده شوې چې برید د سوريې د رژیم هوايي ځواک یا د روسيې جټ الوتکو چې د سوريې د رژیم په ملاتړ هوايي عملیات کوي، کړی دی.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې ویلي چې پېښه په اتارب ښار کې شوې او بم غورځونکو جټ الوتکو تیره ورځ په اتارب کې پر یوه بازار درې بریدونه کړې دي.

اتارب د سوريې داسې ښار دی چې د جګړې له امله لسګونه زره بې‌کوره شویو خلکو پناه  اخیستې ده.

About Ariana News

Check Also

هغه متقاعدین، چې بایومتریک شوي نه دي، امتیازات یې نه ورکول کیږي

(Last Updated On: February 17, 2018 7:07 pm) د کار او ټولنیزو چارو وزارت له …