عاجل خبرونه

هند د واګه بندر له لارې د سوداګرۍ په اړه د پاکستان وړاندیز رد کړ

(Last Updated On: اکتوبر 29, 2017)

هندي رسنیو څرګنده کړې، چې هند د پاکستان هغه وړاندیز رد کړی، چې د واګه بندر له لارې افغانستان ته پر  ترانزیت او سوداګرۍ خبرې شونې دي.

د پاکستان واګه بندر له هند سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو مهمه لاره ګڼل کیږي؛ خو دغه بندر د هندي توکو پر مخ تړل شوی دی.

د پاکستان لوی درستیز له هند څخه غوښتي وه، چې افغانستان ته د واګه بندر له لارې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي.

د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رييس آذرخش حافظي پر نړیوالو اړیکو ټینګار کوي او وایي، چې د افغانستان دولت دې د سیمه ییزې همکارۍ پر یوې ابتکاري طرحې کار وکړي او د ملګرو ملتونو پر میز دې کیښودل شي، چې د نړیوالې سوداګرۍ پاملرنه دې ستونزې ته راواړوي.

اقتصادي کارپوهان، واګه بندر د هند او افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره مهم ګڼي.

اقتصاد پوه ضیا ضیا سیمه ییزه سوداګري د واګه بندر له لارې د افغانستان په ګټه بولي او وایي، چې د افغانستان ، هند او پاکستان د یوې جغرافیې هېوادونه دي. که افغانستان وغواړي د واګه بندر له لارې صادرات او واردات ولري؛ ځکه له دې لارې مو نه یوازې سوداګریز توکي ارزانه پریوځي، بلکې د اړیکو په پاوړتیا کې هم غوره رول لري.

افغانستان له هند سره په دې وروستیو کې د هوايي دهلیز له لارې سوداګرۍ ته یو څه پراختیا ورکړې، چې د کار پوهانو په باور ګټوره چاره نده.

خبریاله :سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …