عاجل خبرونه

هند د افغانستان له نوي حکومت سره د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: February 20, 2020)

هند په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د بیا ټاکل کیدو مبارکي ورکړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ هند به له نوي افغان حکومت سره د سولې خوندیتوب ته د ګډ کار کولو لپاره ژمن پاتې وي او د ترهګرۍ  پر وړاندې به خپلې دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا هېواد د افغانانو له دیمو کراتیکو ارزښتونو او د دوی پر مدیریت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او هیله لري، چې نوی حکومت به په افغانستان کې ټول سیاسي مشران او ټولې پرګنې پخپله غېږ کې ونیسي.

یو شمېر هېوادونو د اروپایي ټولنې او کویت په ګډون نوي ولسمشر ته مبارکي ورکړې ده.

د هېواد اجرائیه مشرعبدالله عبدالله  د ولسمشر اشرف غني د سیال په توګه په یوه لیک کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول جوزف بورل پر هغه دریځ نیوکه کړې، چې په کې یې ولسمشر اشرف غني ته د ټاکنو د ګټونکي په توګه مبارکي ورکړې او هغه یې د اروپایي ټولنې او د افغانستان د خلکو له دریځ سره په تضاد کې ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ د سلواغې ۲۹ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له پېنځه میاشتني ځنډ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان او محمد اشرف غني یو ځل بیا ګټونکی شو.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د چین هېواد د مرستو لومړنۍ جوپه افغانستان ته راورسیده

(Last Updated On: April 2, 2020) د کرونا ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره د …