هند د کابل –اسلام آباد تر منځ په دوه اړخیز ترانزیتي او سوداگریز تړون کې ورگډیدل غواړي

(Last Updated On: May 28, 2015 4:46 pm)

ind

په کابل کې د هند سفیر له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، د کابل- اسلام آباد په تړون کې به د هند په ور گډیدو درې واړه هېوادونه گټه وکړي او د هېواد بازارونو ته به د افغانستان صادرات پراخ شي.

په کابل کې دهند سفیر امرسینا وایي:      

افغانستان نږدې پېنځه څلوېښت سلنه صادرات له هند سره لري. که دغه تړون درې اړخیز شي نوښايي هند ته د افغانستان د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي او دا به په اقتصادي کچه ډېر گټور کار وي.

ده د حاجيگک په کان کې د هندي پانگوالو د په شا کیدو په تړاو خپاره شوي رپوټونه هم رد کړل.

نوموئی وایي:

دحاجیگک داوسپنې کان د قرادادونو د فسخه کیدو رپوتونه ناسم دي اوتر اوسه پورې داسې څه نه دي شوي. دا پروژه به د یو شمېر هندي خصوصي شرکتونو له خوا پر مخ یوړل شي.

هند په داسې حال کې د اپتا په تړون کې ورگډیدو ته لیوالتیا ښیي، چې کابل یې له دې پريکړې هرکلی کوي؛ خو اسلام آباد ور سره کلک مخالفت ښيي.

خبریال: اسلم حجاب.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …