عاجل خبرونه

هند دې هېواد ته د افغانستان پر ټولو صادراتي توكو ګمركي ماليات معاف كړل

(Last Updated On: اپریل 6, 2013)

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وایی، هند دې هېواد ته د افغانستان پر ټولو صادراتي توكو ګمركي ماليات معاف كړل، كه له پاكستان سره ترانزيتي ستونزې هم حل شي، هند ته به د افغانستان د صادراتي توكو كچه څو برابره پورته شي.

د هند د سوداګريزو او ګمركي بنسټونو يو پلاوى كابل ته د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د صادراتو د پراختيا د ادارې په بلنه افغان سوداګرو ته د زدكړو په موخه راغلى دى.

ويل كېږي د دوی د سفر اصلي موخه هند ته د افغان صادرونكو د ستونزو حل او د هغه هېواد له لوري له افغان سوداګرو څخه د ګمركي محصول پر معافولو خبرې دي.

د هندي اقتصادي پلاوي رئيسه اسميت اندرامورتي وایی:

په ۲۰۱۱ كال كې د هند حكومت پرېكړه وكړه څو د وارداتي توكو لست، چې ماليه پرې راتله له ۴۸۰ څخه ۲۵ ته را ټيټه كړي او دا پرېكړه به د سارك سازمان هغه غړي هېوادونه رانغاړي، چې لږ وده يې كړې ده، افغانستان هم له دې پرېكړې استفاده كولاى شي. زمونږ موخه هندي بازارونو ته د افغان توكو رسېدل دي او مونږ هند ته ستاسو د صادراتي توكو په تړاو ټولو پوښتنو ته ځواب دركوو، او ستاسو ټولې ستونزې به حل كړو څو هند ته د افغانستان د صادراتي توكو كچه لوړه شي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي وايې:

كه له پاكستان سره ترانزيتي ستونزې هم حل شي، هند ته به د افغانستان د صادراتو كچه څو برابره لوړه شي.

په كابل كې د هند سفير ګاتم موكاپاداهيا وايې، اوس د دې وخت را رسېدلى، چې افغانستان وهڅول شي څو په اقتصادي ډګر كې پر ځان د بسيا كېدو پر لور ګام واخلي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان كې د هند اساسي تګلاره دا ده،  چې د دې هېواد اقتصاد وده وكړي او په اقتصادي ټيكاو لاس رسى ومومي،  عمده مسئله دا ده، چې مونږ  له ۲۰۰۱ كال تر اوسه افغانستان ته د دوو ميليارد ډالرو ژمنه كړې ده، خو اوس د دې وخت را رسېدلى، چې افغانستان پر ځان د بسيا كېدو پر لور ولاړ شي، او له افغانستان سره د هند له خوا د ستراتيژيكو همكاريو د تړون لاسليك كول هم دا وو،  چې د سيمې په ځانګړې توګه افغانستان اقتصادي حالت ښه شي.

د سوداګرۍ وزارت د څېړنو له مخې، هند په سيمه كې د افغان توكو لپاره تر ټولو نږدې او ستر بازار دى.

About Ariana News

Check Also

چابهار د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېر اړین بندر دی- د سوداګرۍ خونه

(Last Updated On: نوومبر 5, 2018) د سوداګرۍ خونې مسوولین د افغانستان د صادراتو او …