عاجل خبرونه

هندي رسنۍ: هند په حاجیګک کان کې له پانګونې په شا شوی

(Last Updated On: May 23, 2015 6:41 pm)

vlcsnap-2015-05-23-18h39m14s121

راپورونه وايی چې هندي چارواکو په یوې غونډه کې د بامیانو د حاجیګک په کان کې له پانګونې په شا شوي دي.

هندي رسنیو ویلي چې کارپوهانو داپریکړه له پاکستان سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له بې حده نږدې کېدو سره تړلې ده.

په همدې وخت کې ځینو سرچینو ویلي چې هند د امنیتي ګواښونو له کبله دا پریکړه کړې ده.

حاجیګک په نړۍ کې د اوسپنې ستر کان بلل کیږي چې د کیندلو تړون یې څو کاله مخکې له یوې هندي کمپنۍ سره شوی دی.

هند د ۲۰۱۱ کال د نوامبر په میاشت کې ژمنه کړې وه چې د بامیان د حاجیګګ په کان کې به د لس اعشاریه اته میلیارد ډالرو پانګونه وکړي؛ خو اوس داسې ویل کیږي چې د هند حکومت پریکړه کړې چې دغه پروژه پر مخ یونسي.

د کابل او نوي ډیلي تر منځ د سړو اړیکو په دلیل هند پریکړه کړې چې دغه کان کې پانګونه ونه کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوخونه د هند په دې پریکړه اندیښنه ښیی او وایی، علت یې  د ناامنیو پراختیا ده.

د دې خونې د عامه اړیکو مسول هاشم رسولي  له هند غواړي چې په خپلې دې پریکړې له سره کتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې محمد اشرف غني هند ته په خپل وروستي سفر کې له هندي پانګوالو غوښتي و چې افغانستان کې پانګونه وکړي خو کارپوهان وایی چې د کابل او اسلام آباد تر منځ تودو اړیکو هند اندیښمن کړی دی.

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …