عاجل خبرونه

هلمند د خرما حاصلاتو ته مناسبه سیمه ده

(Last Updated On: July 14, 2018 3:51 pm)

د هلمند ولایت د کرني ریاست مسوولین وایي، چي د هلمند هوا او خاوره د خرما د ونو د حاصلاتو لپاره مناسبه  ده.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست د پلان او ترويج مدير سيد رفیع الله قلم په خبره، چي سږ کال د یوه شخصي  کرنیز بنسټ  لخوا لسګونه ونې القاح  شوي، چې په پایله کې يي ټولو دپام وړ حاصل ورکړی دی.

هغه زیاتوي، د دې تجربې له مخي هلمند د خرما د حاصلاتو لپاره يوه ښه مناسبه سيمه ده؛ نو په راتلونکي کال کي به يې د ترويج لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د دې بنسټ مشر وايي، چي دا تجربه يې په خپل شخصي لګښت کړې او په راتلونکي کال کي به دغه القاح تر ولسواليو ورسوي او د خرما نوي نيالګي به هم کینوي.

د حسن د کرني دعامه پوهاوي د خصوصي بنسټ مشر انجينيرمحمد حسن موسى زوى وايي؛ سږ کال مې پخپل شخصي لګښت د خرما پر ١٥٢ ونو تجربوي پيوند تر سره کړ، چي دولت د خرما پر ونو پانګونه وکړي.

هغه زیاتوي؛ د خرما هره ونه، چې ټول ښاخونه يي پيوند شي، تر ۱۵۰  کیلو پورې حاصل ورکوي. دا، چې سږکال  لږ پیوند شوی کیدای شي تر ۳۰  کیلو پوري حاصل ورکړي.

دده په وينا؛  که دغه باغونه په هلمند کې مسلکي ترویج شي، تر نورو ټولو ونو به ښه حاصلات ورکړي او د خلکو اقتصاد به ورسره هم ښه شي.

نوموړي د کرنې وزارت  څخه غوښتنه وکړه، چې له ځنډ څخه  پرته دې په دې برخه کې لاس په کار شي او د خرما باغونو جوړیدو ته دې پاملرنه وکړي.

دغه بنسټ دا هم په ډاګه کړې، چې د هلمند په څيړنيزو فارمونو او کروندو کې یې د خرما ونې  ترویج کړي، ډېر ځله  يي وزارت ته  پلانونه او طرحې ورکړي، خو د هغوی  لخوا رد شوي دي.

دغه خصوصي بنست په دې ولايت کي د خرما پر هغو ونو د حاصلاتو د لاسته راوړلو تجربه کړې، چي ٣٠ کاله وړاندې پخپل سر را شنې شوې او حاصل يې نه درلود .

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …