عاجل خبرونه

هلمندي ځوانانو له هلمنده تر کابله پلی تګ پیل کړ

(Last Updated On: May 14, 2018 5:12 pm)

په هلمند کې د سولې غوښتنې د خیمې غړیو څو ورځي وړاندې د جګړي د پای ته رسیدو په موخه یو پرېکړه لیک صادر کړ، چې د جګړي ښکېلې غاړې د روژي په میاشت کي اوربند وکړي؛ خو هیڅ لوري ورته مثبت ځواب ورنه کړ اوس اړشوي، چې کابل ته پلی تګ پیل کړي.

نږدې دوه میاشتي وړاندې په هلمند کي یو شمېر کسانو له یو موتر بم برید وروسته د سولې غوښتنې په نوم خیمه ودروله او د جګړې له ښکېلو غاړیو يې د اوربند غوښتنه وکړه؛ خو اوس دغو کسانو ويلي، چې تر دې دمه یې یوې ډلي هم غوښتنې نه دي منلي او اړ شوي، چې له هلمنده تر کابله پلی تګ وکړي او د سولې پیغام ولیږدوي.

اعتراض کوونکی اقبال خیبر وایي: نور په دې وطن کې امن غواړو، نور په دې وطن کې صلحه غواړو؛ ځکه، چې روان جنګ زمونږ خپل جنګ نه دی او دا جنګ زمونږ غاړې ته رااچول شوی دی.

بل اعتراش کوونکی قیس هاشمي وایي: زه چمتو شوی یم، چې د سولې غږ تر کابله څه، چې تر نورو هېوادونو هم ورسوم.

د سولې غوښتنې د خیمې غړيو ويلي، پدې سفر کي يې ځوانان ملتیا کوي او ممکن د لارې په اوږدو کې ورسره د سولې غوښتنې نور کسان هم یوځای شي.

اعتراض کوونکي باچاخان وايي: مونږ د خیمې په نمایندګۍ اووه تنه راروان شوي وو او داد اوس مو شمېر شېبه په شېبه ډېریږي.

یو بل اعتراض کوونکی  سردار محمد وایي: چې کلي او مکتبونه مو ورانیږي دا نه غواړو او، چې پلونه او سړکونه مو ورانیږي دا نه غواړو.

اعتراض کوونکيو لښکرګاه ښار ته څیرمه شپه  تېره کړې او نن سهار يې کابل ته د سولې د پيغام رسولو پلى تګ پيل کړی دی.

خبریال: بریالی رحیمي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …