عاجل خبرونه

هشت صبح ورځپاڼې د سترو افغان قاچاق وړونکو نومونه افشا کړل

(Last Updated On: May 20, 2015)

vlcsnap-2015-05-20-17h57m28s249

هشت صبح ورځپاڼې په یوه څیړنیز راپور کې په افغانستان کې د نشه یی توکو له یوویشتو سترو قاچاق وړونکو پرده پورته کړې ده.

دغه راپور وایی چې د نشه یی توکو ځینې ستر قاچاق وړونکي د امریکا په بند کې دي او ځینې نور لا هم هېواد کې آزاد ګرځي.

راپور وایي چې د نشه یی توکو ځینې نور قاچاق وړونکي چې په افغانستان کې بندیان شوي، پرته له دې چې د بند موده پوره کړي، اوس په آزاده ګرځي را ګرځي.

هر ځل به د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ټینګار کاوه چې د نشه یی توکو د قاچاق وړونکو نومونه به افشا کړي، خو هشت صبح ورځپاڼه په دې برخه کې را مخته شوه.

که څه هم په دغه نوملړ کې د دولتي چارواکو نومونه نه تر سترګو کیږي:

حاجي لعل جان اسحاق زی، جان بالله، سید وزیرشاه او حاجي جمعه خان.

یوویشت ستر نړیوال قاچاق وړونکي دي چې ځینې یې بندیان او ځینې یې آزاد ګرځي او ځینې نور بیا پرته له دې چې د خپل بند موده پوره کړي، په آزادانه توګه ګرځي را ګرځي.

حقوق پوهان وایی، د نشه یی توکو د مبارزې په لار کې زیاتې پیسې لګيدلي خو د نشه یی توکو ستر قاچاق وړونکي که په پټه نه وای محاکمه شوي، اوس به د دوي په وینا وضعیت داسې نه و.

د هشت صبح ورځپاڼې راپور وایی چې هر کال د نشه یی توکو لس متوسط قاچاق وړونکي نیول کیږي، او همدا اوس شاوخوا لس زره قاچاق وړونکي بندیان دي. همدا راز هر کال اویا میلیارد ډالر له دې لارې د نړیوالو قاچاق وړونکو جیبونو ته ځي او ۱۳۲ ولسوالۍ په افغانستان کې د نشه یی توکو د تولید مرکزونه دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې

(Last Updated On: December 6, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګري ملتونه له ټاکنیزو ډلو …