افغان ولسمشر حامد كرزي دغه مطلب د ځونانو د عمومي شورا په دوه يمه ناسته كې وړاندې كړ.
ولسمشر وايي:
بې سوادي د هېواد لپاره لويه ستونزه ده.
حامد كزي ټينگار وكړ، چې:
افغان ځوانان بايد زده كړو ته مخه وكړي.
ولسمشرهمدا راز زياته كړه، چې تر راتلونكيو درې كلونو به له هېواد څخه بهرد ځوانانو د زده كړو بهير پياوړتيا ومومي او د دولت له بوديجې به پرې څه ناڅه پېنځلس ميليون ډالر ولگول شي .
افغان ولسمشر، چې د سه شنبې په ورځ(د وږي په ۱۵ ) يې د ځوانانو د عمومي شورا په دوه يمه ناسته كې خبرې كولې؛ د هېواد د پرمختگ په برخه كې يې د ځوانانو رول مهم وباله او زياته يې كړه، چې:
كه په هېواد كې له استعدادونو سمه گټه پورته شي؛ افغانستان به په نړۍ كې يو ځواكمن هېواد شي.
افغان ولسمشربې سوادي او د پوهې له بهير څخه د ځوانانو ليرې والى په هېواد كې لويه ستونزه بولي او زياتوي، چې:
اوسمهال كه هرهېواد وغواړي پرافغانستان تېرى وكړي؛ نو دا كاركولى شي .
حامد كرزي د افغان ځوانانو استعدادونو ته په نغوته(اشاره) وويل، چې:
په روان كال كې له هېواد بهرد ځوانانو پر زده كړو پېنځه ميليون ډالر لگول شوي او په راتلوونكيو درې كلونو كې به په دغه برخه كې د لوگول شويو پيسو كچه پېنځلس ميليون ډالرو ته پورته شي .
د غيررسمي شمېرو له مخې اوسمهال د هېواد پېنځه شپيته سلنه نفوس ځوانان جوړوي، خو په هېواد كې د كار او زده كړو د زمينې د نشتوالي له لامله يو شمېر ځوانان له هېواد بهر په ځانگړي توگه پاكستان او ايران ته سفر كوي .
د يو شمېركارپوهانو په باور:
كه په افغانستان كې ځوانانو ته د كار زمينه برابره شي، نو له دې سره به گاونډ هېوادونو ته د دوى د تلو او له ترهگرو ډلو سره د يو ځاى كيدو خطر هم لږ شي