عاجل خبرونه

نړیوال بانک د افغانستان برښنایي پروژو ته ۹۸.۸ میلیون دالر منظورکړل

(Last Updated On: October 13, 2019)

نړیوال بانک په افغانستان کې د انرژۍ د تولید دوه پروژو ۹۸.۸میلیون امریکايي دالر منظور کړي دي.

د نړیوال بانک  د راپور له ‌مخې؛ دغه دالر به د شبرغان د ګازو د انرژۍ د تولیدولو پروژې د پانګونې او د مزارشریف له ګازو څخه د انرژۍ د تولید پر پروژې ولګول شي.

نړیوال بانک ویلي، چې له یادو پروژو څخه هدف د کورنیو سرچینو له لارې د انرژۍ د تولید د کچې لوړول او د انرژۍ پر سکتور د خصوصي پانګونې هڅول دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې راغلي، چی افغانستان برښنا ته پوره اړتيا لري او د پیسو دا نوې ټولګه به د دغه هېواد د ودې او پراختيا په لار کې يو ستر ګام وي.

د افغانستان د ماليي وزارت د نړیوال بانک له منظور شویو پیسو هرکلي کړی او وایي، چې دا به دهېواد په اقتصادي پراختیا کې خورامهم رول ولري.

د ماليي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ویلي، چې له دې سره به زمونږ په ډېرو اقتصادي پروژو کې خوزښت رامنځته شي او مونږ د نړیوال بانک له پیسو هرکلی کوو. دغه مالي بنسټ تل له افغانستان سره په اړینو اقتصادي برخو کې همکاري کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم د نړیوال بانک له دې پیسو هرکلي کړی او وایي؛ دا پیسې به د افغانستان خصوصي سکتور وهڅوي، چې د انرژۍ په سکتور کې پانګونه زیاته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید ظرفیت لوړیدل کولي شي، چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل شي. زمونږ ځینې پانګوال لکه عضنفر ګروپ او بیات ګروپ اوس هم د انرژۍ پر سکتور پانګونه کړې ده.

نړیوال بانک پر داسې مهال په افغانستان کې له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې دغه دالر منظوروي، چې افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا ډېره برښنا له خپلو شمالي ګاونډو هېوادونو لکه ازبکستان او تاجکستان واردوي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …