نړیوال بانک له افغان حکومت سره د مرستو ډاډ ورکړ

(Last Updated On: جنوري 27, 2015)

vlcsnap-2015-01-27-18h17m56s77

د نړیوال بانک مسولین وایي، دغه بانک به له نوي افغان حکومت سره خپلو ژمنو ته ولاړ پاتې شياو هیله لري چې افغان حکومت هم باید د اقتصادي ودې لپاره لازم ګامونه اخلي.

په واشنګټن کې د نړیوال بانک مسولینو له آریانا نیوز سره مرکه کې ویلي؛ د دغه بانک پروګرامونه به په افغانستان کې په ټولو پرمختیایي برخو کې عملي شي او له افغانستان سره به د دغه بانک د همکاریو ژمنې عملي شي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک پروګرامونه ډیر مهم دي، افغان دولت دې د پراختیا لپاره لازم ګامونه پورته کړي او د افغانستان د پراختیا لپاره ژمنه ډیره غښتلې ده.

بلخوا د نړیوال بانک استازی په افغانستان کې امنیتي ستونزې اصلي ننګونه بولي.

په همدې حال کې اقتصادي کارپوهان باور لري چې که حکومت د پانګوالو او مرستندویه بنسټونود امنیت ساتنې لپاره لازمې هڅې وکړي، پانګونه به له توقع زیات وده وکړي.

 

About Ariana News

Check Also

د اقلیمي ځانګړتیاوو لرونکیو۹۳۰ میوه دارو ونو په راټولولو بریالي شوي یو- درانی

(Last Updated On: دسمبر 10, 2018) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ په تېرو …