عاجل خبرونه

نړيوال بانك د هلمند په بولان كرنيز فارم كې بېلابېلې پروژې پلې كوي

(Last Updated On: دسمبر 17, 2015)

bolanد هلمند د کرنې رياست سرپرست وايي،نړيوال بانك د هلمند په بولان كرنيز فارم كې په ۳۵ ميليون افغانیو بېلابېلې پروژې پلې كوي.

د دې پروژوچارې د پنجشنبې په ورځ پيل شوې.

د هلمند د کرنې رياست سرپرست حفيظ الله شانوري وايي، په فارم كې د ميوو د ساتنې او پروسس ترڅنگ د نيالگيو او سبو روزنه هم په پام کې نیول شوې ده.

ښاغلی شانوريزیاتوي، چې په دې پروژو كې د فارم ځينې برخې هم جوړيږي، چې د نړيوال بانك له خوا تمويليږي.

هغه په ډاگه کړه، چې په دې پروژه کې به د يوه كال له پاره زرگونه کسانوته د کارزمينه هم برابره شي.

د بولان څيړنيزفارم مسوول عطاالرحمن وايي، چې له دې فارم څخه به لس ولايتونه د کرنيزوڅېړنو په برخه کې گټه پورته کوي.

نوموړې زیاتوي، په دې فارم كې د انگورو لسگونه باغونه جوړ شوي او هركال پر سل جريب ځمكه بيلابيل تخمونه په تجربوي توگه كرل كيږي او پايلې يې د كرنې او مالدارې وزارت ته ليږدي.

د بولان فارم شاوخوا ۵۲ کاله وړاندې په ۲۸۳ جريب ځمکه کې جوړشوی دی.

خبریال: نعمت الله زهير.

 

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …