عاجل خبرونه

نور: ښایي د تفتیش بهیر د پنجشنبه په ورځ پای ته ورسېږي

(Last Updated On: September 3, 2014)

vlcsnap-2014-09-03-19h19m10s164

د ټاکنوخپلواک کمیسیون وایي، ښایي د تفتیش بهیر د پنجشنبه په ورځ (د وږي ۱۳) پای ته ورسېږي. یاد کمیسیون همدا شان ټینګار کوي، چې د وروستۍ پایلو اعلامېدو ته د ګتو په شمار ورځې پاتې دي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره د وروستۍ پایلو اعلامېدو ته موده رالنډېږي.
ملي او نړیوال څارونکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارکوونکو سره یوځای صندوقونو په بشپړ ځير سره تفتیش کوي او غواړي دا بهیر ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
همداشان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایی، نږدې ۹۴ فیصده رایې تفتیش شوي او د ټاکنو پایلو اعلامېدو ته د ګتو په شمار ورځې پاتې دي.
له بل لوري ښاغلی نور وایي، د ملګروملتونو نه د اصلاحاتو او همګرایۍ ټاکنیز ډلې له خوا د ابطال بهیر په اړه کوم وضاحت، چې غوښتل شوی وو، اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوناما سره یو ځای کارکوي ترڅو یاد ټاکنیزې ډلې ته وضاحت ورکړي.
همداشان د ټاکنو خپلواک کمیسیون زیاتوي، د ټولو چک لستونو ۸۵ فیصده رایې چې ۱۹۳۱۸ چک لستونه کېږي ټول پړاونه وهلي او سیستم ته دننه شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …