نوردې د ولسي جرگې د عمومي غونډې د ناسوبه استازيو معاش وگرزول شي

(Last Updated On: نوومبر 5, 2012)

د ولسي جرگې رييس له اداري پلاوي وغوښتل، چې:

له دې وروسته كه د ولسي جرگې غړي عمومي غونډې ته حاضرنه شي؛ نو بايد معاش ترې وگرزول شي.

له اداري پلاوي څخه د ولسي جرگې د مشردې غوښتنې د ولسي جرگې د يو شمېرغړيو غبرگونونه راوپارول.

په دې وروستيو كې د ولسي جرگې په عمومي غونډو كې د ولسي جرگې د غړيو د نه گډون په اړه رسنيو گڼ رپوټونه خپاره كړل.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي وايي:

هغه كسان دې كسرمعاش شي، چې په عمومي غونډو كې نه حاضريږي، خو د ولسي جرگې غړي محمد رحيم ايوبي يې په اړه تند غبرگون وښود.

له بلې خوا د ولسي جرگې غړي محمد علي اخلاقي او فكوري بهشتي د ولايتي شوراگانو او ولسمشرۍ په يوه وخت ټاكنې د قانون خلاف وگڼلې.

د يادونې وړده، چې د ټاكنوخپلواك كميسيون تېره اوونۍ اعلام وكړ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو ټاكنې به  د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶ مه ترسره شي.

About ATN NEWS

Check Also

د بایو متریک سیستم مدیریت د کمیسیون دنده ده- حفیظ الله هاشمي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د بایومتریک سیستم …