عاجل خبرونه

نن غرمه مهال د امریکا د ولسمشرۍ ۵۸ لوړه ترسره کیږي

(Last Updated On: January 20, 2017)

_93678401_b9f699ec-fd77-41e3-b156-47c3dbc5a401

 ټاکل شوې ، چې نن( د جنورۍ۲۰) په سیمه ییز وخت غرمه مهال  12:01 د کابل پر وخت د شپې  له نهو تر لس نیمو د امریکا متحده ایالاتو ستره سیاسي پېښه- د دغه هېواد د ولسمشرۍ ۵۸ لوړه ترسره کیږي.

په واشنګتن دی سي ښار کې په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو په کانګرس کې، چې د لوړې د ترسره کولو خوندي ځای دی امنیتي هلې ځلې د ډاډ وړ دي.

د امریکا د ولسمشر د ساتنې ځانګړيو څه نا څه ۵ زره امنیتي ځواکونو د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره درې میاشتنۍ امنیتي او دفاعي هلې ځلې کړې دي.

که څه هم د لوړې مراسم د کانګرس په انګړ کې تر سره کیږي؛ خو تر دې دمه لږ تر لږه ۶۰ تنو دیموکراتانو ویلي ، چې د ترمپ د لوړې په مراسمو کې به برخه نه اخلي.

د یادونې وړ ده، چې د ترامپ د لوړې په مراسمو کې د افغانستان هیڅ یو استازی په رسمي بڼه بلل شوی نه دی. که څه هم احکومت ویلي، چې دا په امریکا کې یو ساده کار دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

پر موترسایکلونو ګرځبندیز دې لیرې شي- د میدان وردګ اوسیدونکي

(Last Updated On: June 16, 2019)د میدان وردګ اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي په …