عاجل خبرونه

نن د سپتمبر یوولسمه ده

(Last Updated On: September 11, 2015)

111

له نن څخه پوره څوارلس کاله مخکې القاعده شبکې په نیویارک کې د امریکا پر دوه لوړو سوداگریزو ودانیو بریدونه تر سره کړي.

د القاعدې نولس غړیو، چې څلور مسافروړونکي الوتکې یې تښتولې وې؛ د الوتکو تښتونکیو لومړنۍ الوتکه د سهار په اته بجو او شپږ څلویښت دقیقو له شمالي ودانۍ او دوه یمه الوتکه د سهار په نهو بجو او دېرش دقیقو له سویلي ودانۍ سره وجنگولې.

اتلس دقیقې وروسته ټولو خلکو د ودانیو پر لوري سترگې نیولې وې، چې له لوگیو او خاورو ډکې وې.

د دوه یمې الوتکې له ټکر وروسته د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش د فلوریدا په ښار اسوتا کې دا پېښه یو ناورین وباله.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د سپتمبر د یوولسمې د حملو په درشل کې پر نیویارک او واشنگتن د دوه زره او لومړي میلادېکال په بریدونوکې د القاعده پر لاس لرلو شک څرگند کړ.

د گاردین ورځپاڼې د راپور له مخې، حامد کرزي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې د القاعده شبکې موجودیت د شک وړ وباله او دا یې رد کړه،چې القاعده شبکې د سپتمبر د یوولسمې نېټې بریدونهپه افغانستان کې پلان شويوه.

نوموړي ویلي؛په دې کې هم شک لري،چې د بن لادن په مشرۍ القاعده شبکې به د سپتمبر د یوولسمې نېټې بریدونهکړي وي.

پخواني ولسمشر د داعش په اړه هم وویل،چې په افغانستان کې د داعشد وسلوالې سختدریځي ډلې په نوم فعالیت کوونکي کسان د پاکستان د ملېشه ځواک غړي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

هند د افغانستان له نوي حکومت سره د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: February 20, 2020) هند په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني …