نن د افغانستان کرکت ملي لوبډله په اروپا کې له سکاتلند سره لوبه کوي

(Last Updated On: جولای 4, 2016)

vlcsnap-2016-07-04-08h45m10s141

نن د افغانستان کرکت ملي لوبډله په اروپا کې د اووه یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لومړنۍ لوبه د سکاتلند په ایدنبرا کې کوي.

په دوه زره پېنځلسم کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو له هغې تاریخي لوبې را وروسته،چې افغانستان په کې سکاتلند ته ماتې ورکړه؛ دا د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی مخامخیدل دي.

دواړو هېوادونو شل اورېزې لوبې هم کړي، چې افغان لوبغاړي په کې برلاسي وه؛ خو یو ورځنۍ لوبه يې بیا نه ده سره کړې.

په دوه زره نهم کال کې، چې افغانستان خپله لومړنۍ رسمي یو ورځنۍ لوبه وکړه هلته یې هم سیال د سکاتلند لوبغاړي وه.

About Ariana News

Check Also

ولسمشر غني د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندي کولو سپارښتنه وکړه

(Last Updated On: جنوري 21, 2019) ولسمشر اشرف غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې …