نن به د سولې درېیمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام آباد کې جوړه شي

(Last Updated On: فبروري 6, 2016)

vlcsnap-2016-02-06-09h35m40s214ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې په اړه درېیمه څلور اړخیزه غونډه نن په اسلام آباد کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هیلې شته، چې د سولې د خبرو د لارې نقشې په وروستي کیدو د سولې د خبرو په اړه عملي گامونه پورته شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی وايي، په څلور اړخیزه غونډه کې د غړیو هېوادونو جدیت ته په پام؛ تمه ده، چې د سولې د خبرو په برخه کې عملي گامونه پورته شي.

د دې غونډې دوه یمپړاو ناسته د روان میلادي کال د جنوري په اتلسمه په کابل او لومړی پړاو یې لهدوه یم پړاو یوه اوونۍ مخکې په اسلام آباد کې جوړه شوه.

 

About Ariana News

Check Also

په سرپل او فاریاب کې ۶۱ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 16, 2019) د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوایي او …