عاجل خبرونه

نن به اته وزیران او د ملي امنیت رییس د لوړې مراسم تر سره کړي

(Last Updated On: February 1, 2015)

Ghani & Abdullah2

ولسمشر محمد اشرف غني ته یوه نږدې سرچینه وایي، نن به اته وزیران او د ملي امنیت رییس د لوړې مراسم تر سره کړي.

د چارواکو په وینا؛ د ملي یووالي د حکومت د کاندید وزیرانو دوه یم نوملړ چمتو دی او د ولسي جرگې د رخصتیو په پای کې به دغه بنسټ ته ولیږل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني ته یوه نږدې سرچینه وایي، دا دوهم نوملړ له لومړي نوملړ سره په یوه وخت چمتو شوی و.

اجرائیه ریاست ټینگار کوي، چې ژر به کاندید وزیران او هغو وزارتونو ته نوي سرپرستان هم معرفي شي، چې کاندیدانو یې له ولسي جرگې د تائید رایې وانخیستې.

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

(Last Updated On: August 18, 2019)د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر …