عاجل خبرونه

ننگرهاریان له ناامنیو اندېښمن دي

(Last Updated On: December 19, 2015 9:51 am)

vlcsnap-2015-12-19-09h45m23s142د ننگرهار ولایت قومي مشران امنیتي بنسټونه دامنیت په ټنگښت کې ناکام بولي اومرکزي حکومت پربې غورۍ تورنوي.

د دوی په وینا؛ له اچین، نازیانو، بټيکوټ اوهسکې مېنې وروسته داعش د مرکزي ولسوالۍ چپریهار په ډېرو سیمو کې فعالیت پیل کړی.

دوی گواښ کوي، چې که امنیت ته یې پام ونه شي له دولت سره به پریکون وکړي.

دملي دفاع وزیر، چي تېره ورځد ننگرهار ولایت په هوایي ډگر کې له اشتون کارتر سره یوې گډې خبري ناستې ته څرگند شو؛ د ننگرهارناامني یې دهېواد له پاره سترگواښ وگاڼه اووايي، دنورو تدابیرو تر څنگ به د۲۰۱سیلاب قل اردو په چوکات کې لهترخیزشویوسرتېرو څخه یو نوی کنډک جوړ کړي.

دی زیاتوي، که څه هم د پخوا په پرتله امکانات او ظرفیتونه ډېرشوي؛ خو اوس هم له شته امکاناتو سمه گټه نه پورته کیږي، چې غفلت کوونکي به ډېر ژر له دندو گوښه شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی زیاتوي، داعش او طالبانو ته د پاکستان په پوځي مرکزونو کې روزنه ورکول کیږي.

د نوموړي په وینا؛ د ځينو هېوادونو استخبارات غواړي بهرني وسلوال افغانستان ته دننه کړي او دا هېواد د ترهگرۍ د مرکز په نوم بدنام کړي.

د افغانستان دفاع وزیر په ډاگه کړې، چې افغان حکومت د ټولو وسلوالو ډلو په وړاندې یو ډول پالیسي لري او وسلوال به د ژمي په موسم کې سخت وځپل شي.

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر ننگرهار ته په خپل سفر کې رسنیو ته په ډاگه کړه، چې القاعده او نورې ترورستي ډلې په افغانستان کې د خوندیتوب هڅې کوي؛ خو خپلې موخې ته به ونه رسیږي.

د یادونې وړ ده، چې بهرنيو ځواکونو د مخالفینو د ځپلو له پاره د هېواد په جنوب هلمند کې له افغان ځواکونو پوځي ملاتړ عملي کړی او نورو ناامنو ولایتونو ته یې هم غزول اړین گڼل شوي دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …