ننګرهار والي د سمنتو په بوریو کې د چاویدونکیو توکو له نیولو خبر ورکوي

(Last Updated On: February 17, 2019)

د ننګرهاروالي وايي، د (ISI) پر لارښوونه ننګرهار ته د خونړیو چاودنو لپاره لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي راستول شوي، چې ونیول شوه. 

د ننګرهار نوی والي سید شاه محمود میاخېل زیاتوي؛ دغه چاودیدونکي توکي د تورخم – جلال آباد پر لویه لار، چې د سمنتوپه بوریو کې ځای پر ځای شوي وه د ملي امنیت سرتېرو نیولي دي.

ښاغلی میاخېل څرګنده کړې، چې په دې تړوا اته شکمن کسان نیول شوي، چې تر څېړنو لاندې دي.

دغه راز ملي امنیت د ماینونو لپاره کاریدونکي ۸۰ درندې مرمۍ، لس میله توپانچې او د هغې شل ساجوره هم نیولي.

د ننګرهار نوي والي زیاته کړې، چې د پاکستان استخبارات د خپلو ګاونډ هېوادنو لپاره ترهګر روزي او ویجاړۍ پرې رامنځته کوي.

مسوولین وايي، د دې چاودیدونکیو توکو په تړاو نیول شویو کسانو منلې، چې دا مواد د پاکستان استخباراتو ورکړي دي.

افغان چارواکي په ننګرهار کې د دومره ډېرو چاویدونکو توکو تور په داسې حال کې پر پاکستان اچوي، چې په ایران او هند کې د وروستیو ځانمرګو بریدګرو د ملاتړ ګوته هم یادو هېوادونو پاکستان ته نیولې ده.

خبریال: رحمت الله میاخېل

About Ariana News

Check Also

طالب مشران مسکو ته د افغان – روس د اړیکو سلمې کلیزې ته غوښتل شوي

(Last Updated On: May 25, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر او مشرانو ځینې غړي مسکو …