عاجل خبرونه

نریندرا مودي به سبا ته د سلما بند پرانسته وکړي

(Last Updated On: جون 3, 2016)

vlcsnap-2016-06-03-10h10m08s47

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمد اشرف غنياو دهند لومړي وزیر نریندرامودي به د شنبې په ورځ په هرات ولایت کې د سلما برښنا بند پرانسته وکړياو ترڅنګ به یېد افغانستان اوسیمېپرحالاتو خبری اتري وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر او دهند صدراعظم به سبا شنبه(د غبرګولي ۱۵)د افغانستان اوهند د دوستۍسلما بند پرانیزي او د افغانستان د وضیعت او سیمېپر حالاتو به هم خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان له پاره مهمه ده، چې له هند سره په اقتصادي او نطامي برخه کې تل پاتې همکاري او ملګرتیا ولري.

د ولسی جرګې د دایکندي استازې ریحانه آزاد  په اقتصادي،سیاسياو پوځي برخو کې د هند رول مثبت ارزوي او وايي،چې د داسې پروژو پرانستل به د دواړوهېوادونو اړیکې نورې هم ټینګې کړي.

هند له افغانستان سره   پخوا ښې اړیکې لري او تل یې د افغانستان د ګټو له پاره کار کړی.

 داسي پروژې  کولای شي، چې اړیکی ټینګې او د افغانستان د ثبات او اقتصاد له پاره په جدیت سره مرسته وکړي.

ویل کیږي ، چې  ولسمشر غني نن همدې موخې ته د رسیدو په هیله  هرات ولایت ته  سفر کړی، چې د هند او افغانستان د پخې دوستۍ  ښکارندویه دی.

 د هرات سلما بند، چې د “افغان – هند د دوستۍ بند” ورته ویل کېږي  پر هریرود سیند جوړ شوی. پر دې  بند ۲۷۰میلیون دالر لګښت راغلی او د ۴۲ میګا واته برښنا د تولید توان لري او۷۵ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي

خبریال عبدالعزیزکریمي

About Ariana News

Check Also

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت په شهرصفا …