مولانا حامد الحق د سمیع الحق ځایناستی شو

(Last Updated On: نوومبر 4, 2018)

پاکستانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې د جمعیت العلماء اسلام (س) ګروپ مرکزی شوری د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق د هغه ځایناستی او د ګوند عمومي مشر ټاکلی دی.

د رسنیو د خبر له مخي، د مولانا سمیع الحق له جنازې او ښخولو وروسته، د پېښور په اکوړه خټک کې د یاد ګوند مرکزی شوری غونډه وکړه، چې په کې مولانا حامد الحق د جمعیت العلماء اسلام (س) ګروپ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

مولانا حامد الحق رسنیو ته ویلي، چې د خپل پلار سیاست ته به په همغه بڼه روان ساتي.

مولانا سمیع الحق د پاکستان د سنا غړی هم پاتی شوی او په دې وروستیو کلونو کې د دفاعِ پاکستان کونسل په نوم د یو شمېر ګوندونو د ائتلاف مشري یې هم پرغاړه وه.

۸۱ کلن مولانا سمیع الحق د جمعې پر ورځ( د لړم ۱۱ چې د نومبر له ۲ سره برابره ده) په خپل کور کې د ناڅرګندو کسانو لخوا د چړو پر ګوزارونو ووژل شو. د  نوموړي مړی د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه کې د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.  

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …