ملګري ملتونه د رای ورکوونکیو د نوملړ برابرولو۹۰ سلنه لګښت پر غاړه اخلي

(Last Updated On: دسمبر 31, 2017)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي؛ اته ویشت میلیون دالرو ته اړتیا ده، چې خپلې طرحې  پلې کړو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تذکرو له مخې د رایه ورکوونکیو د نوملړ تیارولو تازه طرحه حکومت ته سپارلې، چې د پلي کیدو لپاره یې اته ویشت میلیون دالرو ته اړتیا ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس امام محمد وریماچ وایي، د کمیسیون او یوناما تر منځ هوکړه لاسلیک شوې، چې له مخې به یې د کمیسیون د نوې طرحې د پلي کیدو؛ ۹۰ په سلو کې لګښت پر غاړه اخلي او پاتې ۱۰ سلنه لګښت به حکومت ورکوي.

نوموړی زیاتوي، چې د مرستو له تر لاسه کولو وروسته به د حمل په میاشت کې د رایه ورکوونکیو د نوملړ تیارولو چارې پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لومړی غوښتل، چې ټاکنې په الکترونیکي او بایو میتریک سیستم تر سره کوي؛ خو د دغې طرحې لپاره نړیوالو او حکومت له کمیسیون سره د پیسو مرسته ونه کړه.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ رييس جانداد سپین غر وایي؛ د ټاکنوخپلواک کمیسیون، چې څه تر سره کوي، مونږ دې پایلې ته رسوي، راتلونکې ټاکنې بیا هم له ځنډ سره مخ کیږي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وایي، کمیسیون، حکومت او ملګري ملتونه نه غواړي، چې ټاکنې تر سره شي او نه یې اراده شته. باوري یم، چې پارلماني ټاکنې به د ولسمشریزو ټاکنوسره ګډې تر سره شي.  

ګومانونه دا دي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې د ټاکنو پر نېټه بیا غور وکړي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …