عاجل خبرونه

ملي پخلاینه د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده- چین

(Last Updated On: September 16, 2016 11:56 am)

vlcsnap-2016-09-16-11h42m56s31

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ملي پخلاینه د پرمختګ لپاره اړینه وبلله او پر نړیوالې ټولنې یې ږغ وکړ، چې د دغه بهیر ملاتړ وکړي.

 د شینهوا خبري آژانس د راپور له مخې؛ په ملګروملتو کې د چین د دایمي استازي مرستیال دا خبره د افغانستان پر روانو حالاتو د امنیت شورا په علني غونډه کې کړې ده.

دهد ملي پخلاینې او اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانستان د حکومت له هلوځلو هرکلی وکړ؛ خو وایي، چې افغانستان اوس هم له پراخو ستونزو سره مخ دی.

په ملګروملتو کې د چین استازي؛ تروریزم د یوه هېواد د ثبات لپاره ستر ګواښ وباله او پر هغه د لاسبري لپاره یې د ظرفیتونو د لوړولو غوښتنه وکړه.

چین له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پرمختګ په هلوځلو کې مرسته وکړي.

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …