عاجل خبرونه

مشرانو جرګه دې نیوکې نه، همکاري وکړي

(Last Updated On: July 13, 2017)

د سولې عالي شورا، چې رهبري یې نوې شوې څرګندوي؛ دوی له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره سره کرښه لري، چې له هغې کرښې به هیڅکله وانوړي. د افغانستان قوانینو او د ښځو حقونو ته درناوی او په شپاړس کلونو کې د شویو پرمختګونو ساتل هغه ټکي دي، چې د سولې عالي شورا نوي مسوولین یې هم پر خوندیتوب ټينګار کوي.

د ولسي جرګې غړی خالد پښتون بیا وايي، چې د سولې عالي شورا د دې وړتیا نلري، چې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرې پر مخ یوسي.

د نوموړي په وینا؛ دوی نشي کولې، چې د سیمې له استخباراتو سره خبرې وکړي او ورسره اړیکې ولري.

له دې مخکې هم د ملي شورا ځينو غړیو د سولې عالي شورا د ړنګولو غوښتنه کړې وه او نیوکه یې دا وه، چې په دې شورا کې بیځایه لګښتونه کیږي؛ خو د سولې لپاره اساسي کارونه نه شي کولی.

د سولې عالي شورا بیا ټينګار کوي، چې په اوسنیو شرایطو کې د سولې عالي شورا ته جدي اړتیا ده او د ملي شورا غړي باید ور سره همکاري وکړي.  

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون په ډاګه کوي؛ د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د دې پر ځای، چې نیوکې کوي، غوره به داوي، چې له شورا سره همکاري وکړي.

هغه زیاتوي؛ هغه وسلوال مخالفین، چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي، دوی به تر خپل توانه پورې د امنیت ساتنه کوي او د کار زمینه به ورته برابريږي.

د سولې عالي شورا په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سوله لومړی له پاکستان سره په کار ده.

 د سولې د عالي شورا د فعالیت څخه شا او خوا اووه کلونه تیریږي؛ خو پرې نیوکې دي، چې د سولې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه نلري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …