عاجل خبرونه

مشرانو جرگې د بغلان ولايت د دوو پخوانيو دولتي چارواكو د ډاگيزې محاكمې غوښتنه وكړه

(Last Updated On: January 06, 2013 9:13 pm)

مشرانو جرگې د بغلان ولايت د دوو پخوانيو دولتي چارواكو، چې د ملي اردو د درېيو افسرانو په وژلو تورن دي، د ډاگيزې محاكمې غوښتنه وكړه.

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ملي اردو درې افسران د بغلان ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ كې په يوه وسله وال بريد كې وژل شوي وو، چې په دې پېښه كې د مركزي بغلان د ولسوالۍ د پخوانى ولسوال امير گل او د عامه نظم د پوليسو قوماندان محمد كمين تورن وپېژندل شول او دولت د دوى د نيولو حكم صادر كړ.

د وژل شويو افسرانو د كورنيو غړي د يكشنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۷ ) د مشرانو جرگې غونډې ته ورغلي وو.

دوى وايې، دولت د امير گل او محمد كمين په نيولو كې نه يواځې، چې هڅې نه كوي بلكې له دې كسانو ملاتړ كوي.

دوى زياتوي، دا دوه كسان بايد ونيول شي او په ډاگيزه توگه محاكمه شي.

دوى همدا راز خبردارى وركړ، چې كه دولت دا كار تر سره نه كړي، دوى به د ملي اردو له ليكو څخه خپل زامن را وباسي.

مشرانو جرگې پر دې پېښې خواشيني وښوده او د ملي اردو د وژل شويو افسرانو د كورنيو غړو ته يې ډاډ وركړ، چې پر حكومت به فشار راوړي څو دا كسان محاكمه كړي.

سناتوران وايې، كه دې موضوع ته رسيدگي ونه شي نو په ملي اردو به بد اغېز وكړي او دا امنيتي ځواك به له ماتې سره مخ شي.

مشرانو جرگې پرېكړه وكړه، چې د دې پېښي د څر نگوالي په اړه به د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت چار واكې  خپلې عمومي غونډي ته وغواړي.

About ATN NEWS

Check Also

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

(Last Updated On: September 17, 2018 7:34 pm) له هغې وروسته، چې د افغانستان د …