عاجل خبرونه

مشرانو جرګه د ټاکنو د نیټې له اعلان پرته له ولسي جرګې سره کار نه کوي

(Last Updated On: جولای 21, 2015)

vlcsnap-2015-07-21-18h11m08s217

مشرانو جرګې نن (د سرطان ۳۰ مه) د ملي یووالي د حکومت په مشرتابه له دې کبله نیوکه وکړه چې خپل منځي اختلافات لري او نظام ته هیڅ پاملرنه نه لري.

مشرانو جرګې پرېکړه وکړه څو پورې چې د ټاکنو نیټه اعلام نه شي، له ولسي جرګې سره کار نه کوي.

دوی وایي؛ کوم قوانین چې د تایید لپاره مشرانو جرګې ته لیږل کیږي، تایید به نه شي.

مشرانو جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د جوړېدو پریکړه هم ناقانونه وبلله او حکومتي مشران یې تورن کړل چې ټاکنو ته ژمن نه دي.

vlcsnap-2015-07-21-18h10m52s49

مشرانو جرګه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د جوړېدو پریکړه ایتلافي او ناقانونه بولي.

د مشرانو جرګې رییس – فضل الهادي مسلمیار:            

“له بده مرغه، د اصلاحاتو کمیسیون یو ناقانونه کمیسیون دی. دواړه مشران ټاکنو ته ژمن نه دي. تر اوسه د ټاکنو نیټه اعلام نه شوه او موږ به له دې وروسته د ولسي جرګې سره کار ونه کړو، او هغه قوانین چې له ولسي جرګې راځي، موږ یې نه تایید وو.

vlcsnap-2015-07-21-18h10m59s130

د مشرانو جرګې غړیمحی الدین منصف:            

“دا تشه پلمه ده؛ دوی یوازې د خپلو شخصي کارونو او خپل منځي اختلافاتو په فکر کې دي؛ نظام ته پاملرنه نه لري.

د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې یو مهم بند د ټاکنیز اصلاحاتو د کمیسیون جوړیدل دي. ولسمشر څو ورځې وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره د دوهم ځل لپاره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رییس او غړي وټاکل؛ اوس به وکتل شي چې دغه کمیسیون کله کار پیلوي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

 

 

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …