مسکو کې د افغانستان د حالاتو په اړه کنفرانس جوړیږي

(Last Updated On: جولای 1, 2015)

vlcsnap-2015-07-01-18h19m24s36

مسکو کې د افغانستان د حالاتو په اړه نړیوال کنفرانس جوړیږي.

د لومړي ځل لپاره د روسیې د دفاع وزیر ویلي چې دا نړېواله غونډه د اکټوبر په میاشت کې، د شانګهای د همکاریو د سازمان په مرسته جوړیږي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو ویلي،په دې نړېوال کنفرانس کې به د شانګهای د غړو هېوادو لوی درستیزان ګډون کوي او د افغانستان په پوځي وضعیت به خبرې کوي.

د کورونیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان ملاتړ وکړي:

” دا به له انصافه لرې وي چې په هغه جګړه کې چې د ټولې نړۍ د هیوادونو له پاره تهدید دی یوازې موږ افغانان قرباني ورکړو؛ دا مهمه خبره ده چې یو ځل بیا د نړۍ په کچه یو قوي دریځ رامنځ ته شي او له ترهګرۍ سره مبازره وشي او د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ وشي.

یو شمیر پوځي کارپوهان وایي، د افغانستان اوسني حالت د روسيې د دفاع وزیر اندیښمن کړی دی.

د دوی په باور په دې غونډه کې به د داعش او طالبانو او د هغوی د پانګې او سرچینو په اړه به خبرې وشي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمل:

په دې ناسته کې ښایي د داعش د دقیقې پیژندنې په اړه چې داعش څوک دی، تمرکز وشي او هم د داعش او طالبانو د تمویل په اړه چې د ځمکې لاندې سرچینو څخه تمویلیږي، بحث او خبرې وشي.

د پوهنتون استاد مهدي منادي:

د دا عش راتګ او په یوه ستر ځواک باندې یي د بدلېدلو حتمال سبب شوی دی چې د شانګهای د غړیو هیوادونو اندیښنې نورې هم زیاتې کړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې نا کرارۍ ورځ تر بلې په زیاتیدو دي. افغان ولسمشر وايي د افغانستان جګړه د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه ده چې د مهارولو لپاره باید د سیمې په کچه اجماع را منځته شي.

خبریاله: نبیله حفیظي

 

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …