عاجل خبرونه

مرکز راته په ساعتونو فریب راکړ او مرستندوی ځواکونه یې نه راليږل

(Last Updated On: جولای 6, 2015)

vlcsnap-2015-07-06-19h07m35s11

د وردګو د جلریز ولسوالۍ د خونړي برید څخه ژغورل شوي دوه سیمه ایز پولیس وايي چې مرکز دوی ته په ساعتونو فریب ورکړ او مرستندوی ځواک یې ور نه لیږه.

ژغورل شوي سیمه ایز پولیس وايي چې دوی له دمې پرته اووه دیرش ساعته جګړه وکړه، خو چايې ملاتړ ته ور ونه دانګل.

دوی د عامه نظم په پولیسو هم تور لګوي چې له ژغورل کیدو وروسته یو شاوروز یې اوبه او ډوډۍ ندي ورکړې.

ژغورل شوي سیمه ایز پولیس وايي چې د وردګو په جلریز کې په دوی باندې د چارشنبې په مازدیګر جګړه پیل شوه. دوی وايي چې کابو اووه دیرش ساعته جنګیدلي خو دښمن ته ندي تسلیم شوي.

دوی دا ترخه کیسه کوي چې څنګه يې مهمات خلاص شول او مرستې ته يې څوک را ونه رسیدل.

vlcsnap-2015-07-06-19h06m51s92

سیمه ایز پولیس علي ربیعي:

“موږ له دولت څخه دا تمه نه لرله چې موږ توپ، ټانګ او طیاره راوړي؛ یوازې مهمات به یې راته راوړي وای. که مهمات یې راته راوړي وای، نو موږ به تر هغه خپله پوسته ساتلې وای چې یو څاڅکی وینه راکې وای او له خپلو خلکو او هیواد څخه به مو دفاع کولای.

ابراهیم چې دغه ترخه صحنه يې تیره کړې او له سترګو یې اوښکې څاڅي وايي چې ونه توانیده د سنګر ټپي ملګري یې وژغوري.

دی وايي چې بیا به سنګر ته ځي او هیواد ته به خدمت کوي.

دوی وايي کله چې طالبانو پرمختګ وکړ، د سیمې خلکو به یې ملاتړ کاوه.

vlcsnap-2015-07-06-19h06m06s168

سیمه ایز پولیس ابراهیم:

” دوه تنه ملگري مو ټپیان شول او په وینه کې لت پت ول او دا نارې یې وهلې چې کله مرسته رسیږي. دوی به مو تېرباسل او ورته ویل به مو چې دا دی اوس مرسته رسیږي؛ دا چې مرستندویان راته ونه رسیدل، نو ټپیان مو له لاسه ورکړل او لاړل شهیدان شول.

د سیمه ایزو پولیسو قومندان چې ناهیلی کیږي خپل خورېیه ته ټلفون کوي چې چارواکي خبر کړي.

د محمد سیاه د خوری زوی عارف حیدري:

” زه د شپې تر دوو بجو له استاد سره یو ځای وم، په ځلونو یې له ولسمشر سره اړیکه ونیوله؛ له لوی درستیز سره یې اړیکه ونیوله، هغه ویل چې مرستندویان مو لیږلي؛ خو بدبختانه ډير د شرم ځای دی چې دروغ یې ویل.

ابراهیم وايي کله چې د عامه نظم پولیس راغلل نو یو شاو روز یې ډوډۍ ورنکړه او ورته ویل یې چې استحقاق مو دلته نشته.

دوی وايي چې وسلوالو طالبانو له دوی څخه د تسلیمدو غوښتنه کوله. دوی وايي وسلوالو چیغي وهلې چې، کچالو، شلغم او ګازري په څلوېښت افغانۍ او سیمه ایز پولیس په پنځه افغانۍ.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …