عاجل خبرونه

مخالفين هڅه كوي چې بلخ له هرې ممكنې لارې نا امن كړي

(Last Updated On: September 7, 2015)

د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور وايي په دغه ولايت كې د ديارلسو ملكي وګړو وژنه د نا امنۍ او خطر نښه ده. هغه وايي بلخ له څلورو هغو ولايتونو سره په لومړى كرښه كې دى چې سخت نا امن دي او وسله وال مخالفين هڅه كوي له هرې ممكنې لارې بلخ نا امن كړي.

د بلخ ولايت سرپرست دلته د هغو ديارلسو مسافرو له كورنيو سره خبرې كوي چې د همدې اونۍ په پيل كې په زارع ولسوالۍ كې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شول.

دبلخ ولايت سرپرست وايي دا پېښه د ناامنۍ د پيل نښه ده. هغه وايي په بلخ كې امنيت تصادفي نه دى بلكې د راوستلو په موخه يې امنيتي ځواكونو هڅه كړې ده.

د بلخ ولايت سرپرست وايي بلخ له كندز، سمنګان، جوزجان او سرپل نا امنو ولايتونو سره په لومړۍ كرښه كې دى او مخالفين هڅه كوي چې بلخ له هرې ممكنې لارې نا امن كړي.

نور زياتوي څو ځلې له ولسمشر سره په دغه ولايت كې د چانيزو عملياتو د پيل په اړه خبرې كړې چې بلخ ته د نا امنيو تر ورتګ مخكې بايد د هغه مخه ونيسي.

هغه د زارع د ملكي وګړو د قربانيانو له كورنيو سره په خبرو كې ټينګار وكړ چې د دې پيښې د عاملينو په موندلو كې به جدي هڅې وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

هند د افغانستان له نوي حکومت سره د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: February 20, 2020) هند په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني …