عاجل خبرونه

محمد ظاهر شاه د زوکړې سلمه کلیزه ونمانځل شوه

(Last Updated On: October 22, 2014)

vlcsnap-2014-10-22-18h01m18s122

د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د زوکړې سلمه کلیزه د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز لخوا ونمانځل شوه.
په دی مراسمو کی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر وکیلانو او د کابینې یو شمېر غړو هم ګدون کړی و.
د ملت د بابا اعلحضرت محمد ظاهرشاه د زوکړې د سلمې کلیزې په مراسمو کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نوموړی په وطن مین شخصیت او همدا راز د افغانستان په سیاسي بدلونونو کی د ډېرو هلو ځلو له کبله یو بې مثاله شخصیت وباله.
محمد ظاهرشاه د محمد نادر شاه زوی و چی په ۱۲۹۳ لمریز کال کې د تلې په ۲۲ په کابل کی زېږېدل او په ۱۳۱۲ لمریزکال کې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته د افغانستان د پاچا په توګه خپله دنده پیل کړه. د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ محمد داوود خان د هغه پاچاهي د یوې سپینې کودتا له لارې ړنګه کړه او په دې توګه یې د نوموړي د شاوخوا څلورو لسیزو واکمني پای ته ورسوله. محمد ظاهر شاه څو لسیزې په ایټالیا کې ژوند وکړ او په ۱۳۸۱ لمریز کال کې هېواد ته بېرته را ستون شو او د ۱۳۸۶ کال د زمري په لومړۍ نیټه د ۸۳ کلونو په عمر مړ شو.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیا کې د افغانستان د صنایعو خونې ولایتي څانګه پرانستل شوه

(Last Updated On: June 25, 2019)په پکتیا ولایت کې د افغانستان د صنایعو خونې اجرائیوي …