عاجل خبرونه

مالیې وزارت له چین سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

(Last Updated On: دسمبر 9, 2017)

د مالیې وزارت ویاند وایي، د افغانستان اقتصادي همکار چین له مالیې وزارت سره په درېیمه ګډه ناسته کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دې هوکړه لیکونو له مخې؛ چین غواړي د جمهوریت روغتون په بیا رغاونه او د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو د اړتیاوو په پوره کولو کې پیسې ولګوي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، د مالیې وزیر چین ته په خپل وروستي سفر کې له چینایی چارواکو سره د افغانستان پېنځه کلن پراختیایی پلان جزییات شریک کړي دي.

ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیم زی په وینا؛ ټاکل شوې، چې چین د اورګاډي د پټلۍ، بېخبنا، د سمنتو د فابریکې او زعفرانو په برخو کې هم پانګونه وکړي.

چین په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د بیا رغاونې په بهیر کې همکاري کړې او د لوګر د مسو کان د استخراج او د شبرغان د ګازو تړونونه هم له چینایي شرکتونو سره څو کاله مخکې لاسلیک شوی دی.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …