عاجل خبرونه

مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

(Last Updated On: فبروري 3, 2018)

کابل ښاروالۍ او مالیې وزارت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې مالیاتي سهولتونه او روڼتیا رامنځته شي.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال نجیب الله وردګ وایي، په کابل ښار کې څه باندې ۱۳۶ زره اصناف شته، چې په کې پلورنځي، رستورانتونه او نور راځي. دوی د قانون له مخې مکلف دي، چې مالیات ورکړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی  وایي، د دې هوکړه لیک د تطبیق لپاره د کابل ښار ټولو ناحیو کې ښاري پولیس کارول کیږي او له سرغړونې مخه به نیسي.

کابل ښاروال زیاتوي، چې موخه یې خلکو ته د آسانتیاو برابرول دي.

په تېرو کې د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ د نه همغږي له کبله د مالیاتو په ټولولو کې یو لړ ستونزې وې، چې په نوي هوکړه لیک به دغه ستونزې حل شي.

د دې هوکړه لیک له مخې؛ کابل ښاروالي او د مالیې وزارت به د مالیاتو د ټولولو او صنفي ټولنو ته د جواز په برخو کې ګډ کار وکړي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …