عاجل خبرونه

مالیې وزارت په کابل پوهنتون کې د معیاري محاسبې زدکړه پیل کړې

(Last Updated On: دسمبر 11, 2017)

د مالیې وزارت مسوولینو د هېواد په مالي نظام کی د مسلکی محاسبانو د روزنی لپاره په یوه غونډه  کې په ډاګه کړې؛ ټول هغه ځوانان، چی د معیاري محاسبې د زدکړو لیوالتیا ولري؛ په کابل پوهنتون کی یی ورته د معیاري محاسبې د روزنی یو معیاری پروګرام پیل کړی دی.

د مالیی وزارت د خزانې رییس محمد حسین هزاره وایي، دمګړۍ په خصوصی او دولتي سکتورونو کی د معیاري محاسبې سیتم د نشتوالي له کبله پراختیایي پروګرامونه له ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا؛ په اداراتو کی د مسلکی محاسبینو د نشتوالي له کبله د عوایدو راټولو او د انکشافي بودجې د لګښت په برخه کې ټولې ادارې له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان بانک رییس خلیل صدیق ویلي، مونږ د هېواد په ملي او خصوصي بانکي سیستم کې معیاري محاسبې ته اړ تیا لرو، چې باید داستونزه حل شي.

د خصوصی بانکونو د ټولني غړي هم په هېواد کې د معیاري محاسبي په رامنځته کیدو ټینګارکوي.

د خصوصي بانکونو د ټولنې رییس نجیب الله امیري له دغه پروګرام څخه ملاتړ څرګند کړی او وایي، چې معیاري محاسبه د هېواد په مالي نظام کې مهمه ده باید پراخه شي.

ویل کیږي، چې د دې ستونزې د حل په موخه به کوټلي ګامونه پورته شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …