لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې له داعشيانو ملاتړ کوي- کابلوف

(Last Updated On: دسمبر 24, 2017)

روسیه وايي؛ لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې له داعشيانو ملاتړ کوي، چې دې کار روسیې او منځنۍ آسیا ته ګواښ رامنځته کړی دی.

روسي رسنیو د افغانستان په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف په حواله څرګندوي، چې داعش په عراق او سوریه کې ماته خوړلې او افغانستان ته یې مخه کړې ده.

دغو رسنیو دا هم په ډاګه کړې، چې داعش د لویدیځ پر وسلو پیاوړی شوی او په چورلکو کې ورته وسلې او مهمات رالیږدول کیږي.

د نوموړي په وینا؛ دمګړۍ په افغانستان کې لس زره داعشیان شته ، چې غواړي له دغه هېواد څخه د روسيې او منځنۍ آسیا هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي.

ضمیرکابلوف د کوم هېواد مشخص نوم نه دی یاد کړی؛ خو ويلي يې دي، چې په دې اړه يې په افغانستان کې له میشتو امریکایانو او ناتو چاوراکو سره لیدلي دي.

داعش په عراق او سوریه کې پر ۲۰۱۴ میلادي کال رامنځته شوي، چې یو کال وروسته يې په افغانستان کې هم خراسان نومی خلافت جوړ او د موجودیت اعلان یې وکړ.

ضمیر کابولوف تېره ورځ د افغان سولې اړوند هم د روسيې د ملاتړ خبر ورکړ او ويې ویل، چې مسکو غواړي افغان جګړه په خبرو پای ته ورسېږي.

ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، چې د نامعلومو چورلکو په اړه هیڅ راز شواهد نشته.

ښاغلي وزیري دا هم ویلي، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی او د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې د داعش جګړه مارو شمېر سلګونه دی، زر کسانو ته هم نه رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس تېره اوونۍ په بګرام کې ویلي وه، چې په افغانستان کې د داعش جګړه مارو شمېر یو زر و پېنځه سوه ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې چین د افغانستان او پاکستان د روانو ناندرو په له منځه وړلو کې د منځګړیتوب غږ کړی او ډېر ژر به په دې اړه یوه درې اړخیزه ناسته د دغه هېواد په کوربتوب رامنځته شي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …