له ۱۰۰۰ ډېر پولیس سرتېري له چارواکو سره ګرځي- عتیق الله امرخېل

(Last Updated On: February 12, 2017 7:03 pm)

vlcsnap-2017-02-12-18h51m33s152

پولیس د ټولنې خدمتګار او د هېوادوالو د امنیت ساتونکیودنده لري؛ خواوس له ۱۰۰۰ډېرافغان سرتېري د لوړ پوړیو دولتي چارواکو د امنیت ساتنې پردنده اخته دي.

 پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، چې په پوځي قطعوکې د سرتېرو ، وسلو او مهماتو د کمي له کبله  یو شمېر سیمې سقوط کوي؛ خو پولیس له والیانو، سیمه ییزو قومندانانو او سیاستمدارانو ساتنه کوي. ان  یو کس له ۱۰۰ ډېر ساتونکي لري.

که څه هم د ملي شورا غړي حق لري، چې له ۲ څخه تر ۴ پولیس د هغوی ساتنه وکړي؛خو ویل کیږي، چې د ملي شورا ځينې غړي تر پنځوس وسلوال ساتونکي او پولیس له ځان سره اخته کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشر دوست وایي، هغه پولیس، چې باید د خلکو امنیت خوندي کړي؛ د هغه چا ساتونکی دی، چې د خلکو د کورونو کرایه نه ورکوي او یا سرتېري د خلکو په وړاندې کاروي.

vlcsnap-2017-02-12-18h50m48s82

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په ډاګه کړې؛ ولسمشر محمد اشرف غني هم تازه حکم کړی:هغه پولیس دې خپلو قطعو ته واستول شي، چې له کړنلارې خلاف د چارواکو پرساتنه اخته دي.

له پولیسو سره د ټولنې همکاري هغه وخت ډېریږي،چې پولیس د خلکو زړه تر لاسه او چارواکي د پولیسو د استخدام او په دنده ګومارنه کې له پوره پاملرنې کار واخلي.

خبریال: فرشاد صالح

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …